ژبه

د کابل د دشت برچي پر الزهرا جومات بريد کې ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ٢٦ غبرګولى ٩٦) : د کابل ښار په دشت برچي سيمه کې پر يوه جومات د ځانمرګي بريد له امله څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي څېړنو رييس مل پاسوال محمد سالم الماس  د غبرګولي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا بريد پرون ماخوستن په څه کم نهو بجو د دشت برچي سيمې پر الزهرا جومات شوى و.

هغه زياته کړه، چې پر ياد جومات په داسې  حال کې ځانمرګى بريد شوى و، چې ګڼ شمېر کسان د تراويحو پر لمونځ بوخت وو او د ليلة القدر په مراسم هم نيول شوي وو.

الماس وايي، دوو تنو بريدګرو هڅه کوله، چې په جومات کې دننه د لمونځ کوونکو په مينځ کې ځانته چاودنه ورکړي، خو د پوليسو لخوا يې مخه ونيول شوه، يو يې په حويلۍ کې ځانته چاودنه ورکړه او بل تن يې د جومات په اشپز خانه کې پټ او له څه مقاومت وروسته يې ځانته چاودنه ورکړه.

د نوموړي په وينا،  په دې پېښه کې څلور تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي، چې د پوليسو لخوا روغتونونو ته وړل شوي دي.

الماس وايي، چې په وژل شويو کسانو کې د شپږمې امنيتي حوزې د ټولي امر او د يادې سيمې مشهور ملي سوداګر حاجي رمضان حسين زاده هم شامل دي.

وسله والو طالبانو په دې بريد کې لاس لرل رد کړي دي، ددوى وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دوى پر جوماتونو بريدونه نه کوي.

بلخوا داعش ډلې ددې بريد مسووليت په غاړه اخيستى، خو  د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

دغې ډلې تر دې مخکې هم د اهل تشيعو پر جوماتونو او مراسمو بريدونه کړي دي.

login or register a new account.