ژبه

په ننګرهار  کې د پاکستان د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي لادرکه شوي

کابل(پژواک،٢٨غبرګولى٩٦): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په ننګرهار  ولايت کې د دوى د کونسلګرۍ دوه کارکوونکي لادرکه شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دوه   کارکونکي له تېرو درېيو ورځو راهيسې لا درکه دي.

سرچينه وايي: (( دغه کسان له جلال اباد ښار نه پاکستان ته راون وو چې تورخم ته له رسېدو وړاندې لا درکه شوي دي.))

د خبرپاڼې په حواله ، ياد شوي کسان تښتول شوي، خو تر اوسه يې په اړه نور معلومات نه شته .

په کابل کې د پاکستان سفارت مطبوعاتي اتشه اختر منير هم ياده پېښه تاييدوي او  وايي چې دغه موضوع يې په ننګرهار او کابل کې له افغان حکومتي چارواکو سره شريکه کړې ده.

د يادو کسانو د هويت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

دغه راز د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان چارواکو له پاکستاني چارواکو سره په همغږۍ د يادو لادرکه شويو کسانو د پيدا کولو هلې ځلې پيل کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع