کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٦): د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارنو د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوو سياسي همکاريو پر چوکاټ خبرې کړې دي.
د ملي امنيت شورا له دفتره د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر محمدحنیف اتمر پرون مازدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت له سلاکار جنرال مک ماسټر سره د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي حالت خبرې وکړې.
مک ماسټر افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې د امریکا دولت او خلک په پوره اخلاص او تعهد، په سختو حالاتو کې د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ دي.
ښاغلي ماسټر زیاته کړه چې د امریکا متحده ایالات له افغان دولت سره اوږدمهاله همکاریو ته ژمن دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکارانو د دواړو هېوادونو د مشرتابه د راتلونکو خبرو پر منځپانګې هم بحث وکړ او د دواړو لورو د خبرو د څرنګوالي او اجنډا پر مهمو ټکو یو لړ هوکړو ته ورسېدل.
سرچينه زياتوي، د خبرو پر مهال دواړو لورو د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو د نوو سیاسي او امنیتي همکاریو پر چوکاټ هم خبرې وکړې.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل چې د نوو همکاریو پر چوکاټ د خبرو لړۍ به دوام پیدا کوي، څو د امریکا متحده ایالات وکولای شي د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې د لازمو همکاریو لړۍ پراخه کړي.
د امریکا متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر په خپلو خبرو کې وویل چې د امریکا متحده ایالات د امنیت، ښې حکومتولۍ، له اداري فساد سره د مبارزې، سولې او د اقتصادي ودې په برخه کې د افغان دولت له هلو ځلو او پالیسیو څخه ملاتړ کوي.
login or register a new account.