ژبه

د سولې عالي شورا: وسله وال دې د اختر ورځو حرمت ته په درناوي ورور وژنه ودروي

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د سولې عالي شورا پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ کړی چې د اختر د مبارکو ورځو د حرمت، د کونډو او یتیمانو اوښکو ته په درناوي له تاوتریخوالي او ورور وژنې لاس واخلي.

دغه څرګندونې د سولې عالي شورا له دفتره د چنګاښ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږلي اختريز پيغام کې شوې دي.

په پيغام کې د سولې عالي شورا افغان متدین ولس او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر مبارکي ورکړې او هیله يې څرګنده کړې چې  د روژې مبارکه میاشت یې چې د عبادت او استغفار میاشت ده په زغم سره تېره کړې وي.

په پيغام کې راغلي: ((په خواشینۍ سره سږ کال د روژې مبارکه میاشت کې زموږ ځورېدلو خلکو سختې ورځې تېرې کړې، په سلګونو بې ګناه هېوادوال مو د بې رحمه ځانمرګو بریدونو په پایله کې شهیدان او ټپیان شول ))

په پيغام کې راغلي، د سولې عالي شورا له وسله والو مخالفینو تل دا غوښتي چې د خلکو له وژلو لاس واخلي، یو ځل بیا پر ټولو وسله والو مخالفینو غږ کوي چې د اختر د مبارکو ورځو د حرمت او د کونډو او یتیمانو اوښکو ته په درناوي له تاوتریخوالي او ورور وژنې لاس واخلي.

د سولې عالي شورا په پيغام کې زياته شوې: ((ښايي دا ومنو چې د دې جغرافیې د ټولو اوسیدونکو برخلیک تر واحد، یو موټي، آزاد او مستقل افغانستان پورې تړلی دی، اړینه ده د افغانستان ټول اوسیدونکي د ملي یووالي د پیاوړتیا په موخه له ایثار، متانت او یو بل منلو نه کار واخلي او داسې اشتباهات ونکړي چې ګټه یې دښمن ته رسي.))

د سولې عالي شورا له دولتي چارواکو، د نظام سیاسي مخالفینو او وسله والو مخالفینو غوښتنه کړې چې د هېواد روان حاالت په ښه توګه درک کړي او پرې نه ږدي د افغانستان د سولې او ټيکاو دښمنان د خپلو شومو توطيو په پلي کولو کې بریالي شي.

په پيغام کې راغلي، له نېکه مرغه له حزب اسالمي افغانستان سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتو بریالیتوب، چې مدیریت یې د سولې عالي شورا پر غاړه و، دا په اثبات رسوي چې د افغانستان خلک او دولت سولې ته تیار او مذاکراتو ته ژمن دي.

سرچينې ويلي، که وسله وال مخالفین غواړي د بې دفاع افغانانو د وژلو لړۍ پای ته ورسوي، کولی شي د مخامخ او بین االفغاني مذاکراتو له لارې خپل اندونه او غوښتنې مطرح او تعقیب کړي.

login or register a new account.