ژبه

د کوزې پښتونخوا چاودنو کې نږدې ٢٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د کوزې پښتونخوا په دوو سيمو کې د ځانمرګي بريد او چاودنو له امله نږدې ٢٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

پاکستاني رسنيو د چنګاښ په ٣مه خبر ورکړى چې پرون سهار د بلوچستان ايالت مرکز کوېـټې ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ١٣ کسان وژل شوي او ٢٤ نور ټپیان دي.

سرچينو زياته کړې چې په وژل شوو کې د يوه سياسي ګوند ځايي مشر او اووه پوليس هم شامل دي.

پوليسو ويلي چې دغه ځانمرګى بريد د بلوچستان ايالت د پوليسو د قوماندان احسن محبوب د دفتر تر څنګ وشو.

د راپورونو له مخې، په ټپيانو کې ښځې ماشومان، پوليس او د پوځ سرتېري شامل دي.

د يو بل خبر له مخې، د ډيورنډ پولې پورې غاړې کرمې ايجنسۍ په مرکز پاړا چنار بازار کې دوه پرله پسې چاودنې شوې دي.

ځايي امنيتي مسوولينو ويلي چې په دې چاودنو کې ٤١ کسان وژل شوي او تر ١٠٠ زيات ټپيان دي.

سرچينې ويلي چې لومړۍ چاودنه په يوه مارکېټ کې وشوه او د خلکو له راټولېدو وروسته دويمه چاودنه وشوه چې له امله يې مرګ ژوبله زياته شوه.

د يادونې ده چې دا چاودنې په داسې حال کې شوې چې خلکو د اختر سوداوې اخيستې او بلخوا ځينو کسانو د روژې د وروستۍ جمعې په مناسبت د قدس ورځې د نمانځلو لپاره راټول شوي وو.

login or register a new account.