ژبه

په مکه کې حرم شريف ته څېرمه د ځانمرګي بريد هڅه ناکامه شوه

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د سعودي عربستان په مکه مکرمه ښار کې پر حرم شريف د ځانمرګي بريد هڅه شنډه شوې ده.

د سعودي عربستان دولتي اژانس (واس) د چنګاښ په درېيمه نېټه خبر ورکړى چې دا پېښه تېره شپه د مکې ښار حرم شريف ته څېرمه په يوه ودانۍ کې رامنځته شوې ده.

د سعودي د کورنيو چارو وزارت وياند جنرال منصور الترکي وايي چې ځانمرګى بريدګر په يوه کور کې پټ شوى و او غوښتل يې چې له فرصته په استفادې په حرم شريف کې ځانمرګى بريد وکړي.

هغه زياته کړه چې پوليس  او استخباراتو په دې اړه معلومات ترلاسه کړي وو او کله يې چې ياد کور کلابند کړ، نو ځانمرګي بريدګر ځان ته چاودنه ورکړه.

الترکي ويلي چې په دې پېښه کې د پنځو پوليسو په ګډون ١١ تنه ټپيان شوي او ياده ودانۍ هم ړنګه شوې ده.

د سعودي امنيتي سرچينو ويلي چې پوليسو د حرم شريف په شاوخوا دوو سيمو کې د ترهګرو د شتون په اړه معلومات ترلاسه کړي وو.

هغوى ويلي، د حرم شريف په درې کيلومترۍ د اجياد کالونۍ په سيمه کې کله چې پوليسو د ترهګرو يو ځاى په نښه او کلابند کړ، نو ورته يې د تسلمېدو امر وکړ، خو هغوى پر پوليسو ډزې وکړې او بيا يې ځان ته چاودنه ورکړه.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى، خو په سعودي کې د تېرو بريدونو مسووليت ډېرى مهال داعش ډلې اخيستى و.

د يادونې ده، تېر کال په همدې مياشت کې په مدينه منوره کې د مسجد نبوي تر څنګ هم ځانمرګي بريد يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

login or register a new account.