کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): د چين د بهرنيو چارو وزير وايي، هېواد يې چمتو دی، د اړتیا په صورت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې د اقداماتو د څرنګوالي نظارت وکړي.
د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادر شاه د چنګاښ په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر نن له غرمې وړاندې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ښه راغلاست و وایه او د یوې ناستې په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي همکاریو خبرې وکړې.
هغه زياته کړه، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر وويل، کابل ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر راتګ د قزاقستان په آستانه کې د شانګهای کنفرانس په څنډه کې د افغانستان او چین د ولسمشرانو ترمنځ د لیدنې پر مهال د چین د ولسمشر هغه ژمنه پوره کړه، چې چین به د افغانستان حالت په جدیت سره څاري او د حالاتو د ښه والي لپاره به هلې ځلې پراخوي.
اتمر خوښي څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګ شوی او چین یې د افغانستان ښه دوست او ملګری و باله.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل، د داوړو هېوادونو ترمنځ د مشترکو هلو ځلو په موخه د اړیکو د پراختیا او اعتماد سازۍ مناسب وخت دی.
نوموړي زیاته کړه، چین به د افغانستان لپاره نه یواځې ښه ګاوندي، بلکې ښه ملګری او شریک وي.
وانګ يي، د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر او کابل پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړ او ويې ويل، د سیمې د هېوادونو لپاره باثباته افغانستان جدي اړتیا ده او ترڅو چې په افغانستان کې امن او ثبات رانه شي، په سیمه کې به د امنیت او ثبات هڅې بې پایلې وي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان دولت له مبارزې څخه قدرداني وکړه او زیاته يې کړه، چې چین به د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ د سولې او مذاکراتو پر لړۍ هم تمرکز ولري.
د افغانستان او پاکستان تر منځ په لندن کې د شویو مذاکراتو په رابطه د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد يې چمتو دی، ترڅو اړتیا په صورت کې دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې د اقداماتو څرنګوالی نظارت کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د تروریزم پر وړاندې د ګډې مبارزې په موخه د مشترکې ستراتیژۍ له جوړېدو څخه هرکلی وکړ.
په دې ناسته کې د چین او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا هم خبرې وشوې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې په افغانستان کې پراختیايي او اقتصادي پروژې د افغانستان او سیمې له ثبات سره مرسته کوي.
دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې به پراختیا او اسانتیاوې رامنځته کړي.
login or register a new account.