ژبه

د ملا رسول ډلې د ملکي وګړو دمرګ ژوبلې پر مخنیوي ټینګار وکړ

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۹۶) : دطالبانو د ملا رسول ډلې خپلو پلویانو ته ویلي، چې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.

دغه څرګندونې له طالبانو جلا شوې د ملا رسول ډلې له عالي شورا څخه د کوچني اختر په مناسبت په خپور شوي پیغام کې شوې دي.

په دې پیغام کې د ملا رسول ډلې ټولو هیوادواوالو او دنړۍ مسلمانانوته داختر مبارکي ورکړې ده.

په دې پیغام کې یادې ډلې  خپلو وسله والو ته ویلي، چې خپلمنځي جګړې جداً حرامې، نامشروع، د اسلامي امت او افغان ملت په زیان او تاوان  دي ،  ترې باید ډډه   او له ولسي وګړو سره ښه رویه وشي.

په پیغام کې راغلي : (( د هیواد والو د روغتیا، تعلیم، زراعت او مالدارۍ، لویو لارو، زیربناوو، پلونو، پلچکونو  او نورو ټولګټو چارو ساتنه ستاسو ملي فرض دی .))

د طالبانو دعالي شورا په پیغام کې نړیوالو ته ویل شوي، چې افغانستان ته د نورو سرتیرو له لیږلو لاس واخلي ، ځکه جګړه د حل لاره نه ده .

په پیغام کې ویل شوي، په دې  وروستیو کې ځینې ډلې د هیواد والو د عقیدې او دودونو سپکاوی کوي، دې کړنو په کلکه باید مخه ونیول شي.

د ملا رسول ډلې خپلو وسله والو ته ویلی، چې له داسې کړنو او خوځښتونو څخه ډډه وکړي،  چې هلته د ملکي تلفاتو او زیان ویره وي او په خپل ټول توان د ملکي تلفاتو د مخنیوی هڅه وکړي.

په پیغام کې راغلي، د  ښه ګاونډیتوب د اصل پر اساس عالي شوری ټولو ګاونډیو هیوادونو ته د متقابل درنښت په رڼا کي په بشپړ درناوی قائله ده او تر نورو هیوادنو اول له خپلو ګاوندی هیوادونو سره نیکې اړیکې یې په اصولو کې ځای لري .

د ‌طالبانو دغې ډلې له اسلامي نړۍ غوښتې،چې ددوی د مبارزې ملاتړ وکړي .