ژبه

ناټو له افغان سولې پروسې سره د روسیې د همکارۍ هرکلی کوي

کابل (پژواک،۷ چنګاښ ٩٦): د ناټو سرمنشي وایي چې په افغانستان کې د جګړه ییز ماموریت بیا پیلولو په اړه نه ترې غوښتنه شوې او نه هم دوی په دې اړه کوم پلان لري.

د ناټو سرمنشي جینز سټولټنبرګ دغه څرګندونې د چنګاښ په ۷مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې ددغه سازمان ددفاع وزیرانو تر غونډې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وکړې.

د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو او متحدینو د دفاع وزیرانو یوه ورځنۍ غونډه سبا دچنګاښ په ۸مه، پيلیږي چې په کې د افغانستان ددفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي هم ګډون کوي.

د ناټو سرمنشي وویل، په دې يوه ورځنۍ غونډه کې د ناټو د دفاعي لګښتونو، دفاعي پروګرامونو، ناټو او اروپایي ټولنې پر همکاریو  او دغه سازمان ته پر ورپېښو ننګونو او ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې خبرې کېږي.

سټولټنبرګ زیاته کړه، د دې غونډې په څنډه کې به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته هم ترسره شي چې د ناټو د ٢٩ غړو هېوادونو  او متحدينو د دفاع وزيران او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزير په کې ګډون کوي.

سرچينه وایي،  په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د روزنې د ماموريت پر دوامداره ساتلو او په افغانستان کې د ناټو د سرتېرو د شمېر په اړه خبرې  وشي.

د ناټو سرمنشي وویل، په افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځي قوماندانانو د نورو سرتېرو د لېږلو غوښتنه کړې چې  یو شمېر غړو هېوادونو لا دمخه د نورو سرتېرو د لېږلو اعلانونه کړي او اټکل کیږي چې په سبانۍ غونډه کې به نور هېوادونه په دې اړه ژمنې وکړي.

خو هغه زیاته کړه چې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو په اړه وروستۍ پرېکړه او د سرتېرو شمېره په سبانۍ غونډه کې په ډاګه شي.

جینز سټولټنبرګ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دوی په افغانستان کې د جګړه ییز ماموریت د بیا پیلولو کوم پلان نه لري او نه هم په دې اړه چا ترې غوښتنه کړې ده.

 خو نوموړي د افغانستان پر خراب امنيتي حالت اندېښنه وښوده او ویې ویل چې هلته ستونزې او ننګونې ډېرې دي، خو افغان ملي ځواکونه په مېړانه ورسره مقابله کوي.

د هغه په وینا، ناټو د افغان ځواکونو د روزنې ترڅنګ د هغوی د هوایي ځواک د پیاوړولو او د ځواکونو د رهبرۍ  د کچې د پیاوړي کولو په برخه کې ډېر تمرکز کوي.

له طالبانو سره د روسیې د اړیکو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي وویل، دوی هم داسې راپورونه اورېدلي  او کره اسناد نه لري.

login or register a new account.

ورته موضوع