ژبه

برېتانیا افغانستان ته د ۱۰۰ نورو سرتېرو لېږلو اعلان وکړ

بروکسل (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۶): برېتانیا په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموریت ته د سلو نورو سرتېرو د لېږلو اعلان وکړ.

دغه اعلان د برېتانیا د دفاع وزیر مایکل فالون (Michael Fallon)  د چنګاښ په ۸ مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې تر پیلېدو مخکې خبریالانو ته وکړې.

هغه زیاته کړه چې هېواد یې افغانستان سره په ملکي او نظامي برخو کې خپلو همکاریو ژمن ته دی او ادامه به ورکوي.

د نوموړي په وینا، افغانستان ته ۱۰۰ نور نوي لېږل کېدونکي سرتېري به د ناټو په غیر جنګي ماموریت کې د افغان ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي.

د برېتانیا د دفاع وزیر د افغان ځواکونو د وړتیاوو ستاینه وکړه او ویې ویل، له کله راهیسې چې دوی د امنیتي چارو مسوولیتونه اخیستي ، د پام وړ لاسته راوړنې لري.

د یادونې ده، برېتانیا اوسمهال په افغانستان کې ۵۰۰ سرتیري لري، چې د ناټو دروزنې په ماموریت کې فعالیت کوي.

ټاکل شوې ده د ناټو ددفاع وزیران نن پخپله غونډه کې افغانستان ته د دغه سازمان لخوا د نورو سرتیرو شمیره هم اعلان کړي.

 

زهير

login or register a new account.