ژبه

ناټو او متحدینو یې د افغانستان د څلورکلن امنیتي پلان ملاتړ  و کړ

بروکسل (پژواک، ۹ غبرګولی ۹۶): د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر وایي چې ناټو او متحدو هېوادونو يې د افغانستان له څلورکلن امنیتي پلان څخه ملاتړ اعلان کړ.

د ملي دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي دغه څرګندونې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.

په دې غونډه کې د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو په ګډون د ۳۹ اتحادي هېوادونو د دفاع وزیرانو برخه اخیستې وه.

د دې یوې ورځنۍ غونډې وروستۍ برخه افغانستان ته ځانګړې شوې وه چې په کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت د سرپرست په ګډون په افغانستان کې د ناټو قوماندان او د ناټو ملکي استازي هم برخه درلوده.

طارق شاه بهرامي وویل چې د ناټو او متحدو هېوادونو د دفاع وزیرانو په یوه اتفاق سره د افغانستان له څلورکلن امنیتي پلان څخه خپل ملاتړ علان کړ.

هغه زیاته کړه چې دغه څلورکلن امنیتي پلان د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات لپاره ډېر مهم او تضمینوونکی دی.

بهرامي وویل چې د دغه پلان له مخې به د افغانستان د ځانګړو ځواکونو شمېر دوه برابره شي، خو هغه یې د معلوم شمېر له په ډاګه کولو څخه ډډه وکړه.

د نوموړي په وینا، دغه راز د افغانستان د هوایي ځواک د تجهیز او پیاوړي کولو تر څنګ د هوایي ځواک د مشرتابه، افسرانو او غړو ظرفیتونه به لوړېږي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل چې د دغه پلان له مخې په امنیتي ارګانونو کې اصلاحات رامنځته کېږي، رهبري کې به مثبت بدلونونه راځي او د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړي کولو لپاره به کار کېږي.

بهرامي زیاته کړه چې د ناټو د دفاع وزیرانو له دغه څلورکلن امنیتي پلان څخه د ملاتړ تر څنګ یې له افغانستان سره خپل بشپړ سیاسي ملاتړ هم اعلان کړ.

دی وایي چې دوی د افغانستان څلورکلن امنیتي پلان تاییدوي او په تطبیق کې یې د همکارۍ ژمنې هم وکړې.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وویل چې په دې غونډه کې ګڼ شمېر هېوادونو افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو ژمنې وکړې، خو زیاته یې کړه چې کره شمېر به یې په راتلونکو اوونیو کې په ډاګه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع