ژبه

اعتراض  کوونکو  د پکتيا ولايتي شورا او  ولايت مقام مخې ته خېمې ودرولې

ګردېز (پژواک،١١چنګاښ٩٦): د پکـتيا د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او د مدني ټولنو  لسګونو غړو د اعتراضي حرکت په ترڅ کې د دې ولايت د ولايتي شورا او ولايت مقام مخې ته خېمې ودرولې.

دوی چنګاښ ١١مه د کابل ــ ګـردېز پر لويه لار د خبري کنفرانس پر مهال نيوکه وکړه چې ولسمشر غني ورسره کـړې ژمنې نه دي عملي کړې او پکـتيا ته په هېڅ برخه کې پام نه کيږي.

احتجاج کوونکي وايي، د ګـردېز ــ غزني او ګـردېز ــ ډنډپټان تر منځ د سړک جوړېدل، د مچلغو بند د چارو پيلول، ښوونځيو ته د ودانيو جوړول، د پکـتيا د کدرونو په دندو ګومارل، د حوزوي روغتون او کلينيکونه جوړول او دې ولايت ته د برېښنا ورکول بايد د حکومت له لوري عملي شي.

د ولايتي شورا رييس الامير بهرامزي وويل، د پکـتيا اوسېدونکي په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو برخو کې له پامه غورځول شوي او دوه ګونی چلند ور سره کيږي.

 د ده په وينا، پکـتياوال په هر سخت حالت کې د دولت او مشرانو تر څنګ درېدلي، خو د حقونو په برخه کې بيا هېر شوي او هېڅ کار نه دی ورته شوی.

هغه زياتوي: ((ناانډولي ډېره زياته ده، په ځينو ولايتونو کې ډېر کارونه روان دي، خو په پکـتيا کې هېڅ پروژه او پرمختګ نه تر سترګـو کيږي؛ دا حالت د منلو او زغملو نه دی او له ولسمشر غني څخه غوښتنه کوو چې پکـتيا ته جدي او لازم پام وکـړي.))

قومي مخور ښايسته جان احدي د ملي وحدت حکومت په رهبري کلکه نيوکه کوي چې په تېرو درېيوو کلونو کې يې په پکـتيا کې د پراختيايي چارو هېڅ څرک نشته دى.

ده وويل، د پکـتيا کدرونو ته هېڅ پام نه دی شوی او له ژمنو سره سره اوس هم په هېڅ ځای کې نه دي ګومارل شوي.

دی وايي: ((افغانستان د نړۍ په ۱۱۲ هېوادونو کې سفارتونه او قونسلګـرۍ لري، خو په دې سفارتونو او قونسلګـريو کې هېڅ پکـتياوال نشته؛ د ولسمشر غني د واک په موده کې ۲۳۰۰ کسان په بېلابېلو برخو کې د ليسانس، ماسټري او دوکتورا د لوړو زده کړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته لېږل شوي، خو په دوی کې هېڅ پکتياوال نشته دى.))

مدني فعال شفيق الله سحر وويل، پکـتياوال ژر تر ژره د هغو ژمنو د عملي کېدو غوښتنونکي دي چې ولسمشر غني د پکـتيا له اوسېدونکو سره کړې دي.

د هغه په خبره، جمهور رييس د ځينو کړيو له خوا انحصار شوی او ياد اشخاص د خپلو ګټو د تامين په خاطر ولسمشر ته د حقيقي غږ د رسېدو مخنيوی کوي.

دی وايي: ((ځينې کسان په خپلسر ځان د پکـتيا استازي بولي او له ولسمشر او بېلابېلو مسولينو سره ناستې او معاملې کوي؛ داسې حرکتونه چې پکتيا شموله نه وي، چا ته د منلو نه دي.))

login or register a new account.

ورته موضوع