کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٦): څو مدني ټولنو د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د اغزن سیم لګولو په غبرګون کې له افغان حکومته وغوښتل چې په ملي شورا کې د کوزې پښتونخوا افغانانو ته ٢٠ څوکۍ ځانګړې کړي.
دغه څرګندونې د افغانستان د بېلابېلو مدني ټولنو له خوا د چنګاښ په ١٣مه د ډيورنډ کرښې په اړه تر ګډ کنفرانس وروسته په پرېکړه ليک کې راغلې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان پوځ له لوري د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې يو ځل بيا د اغزن سیم لګولو او تاسيساتو جوړولو کار پيل کړى دى.
د مدني ټولنو په استازيتوب ډاکټر فيض محمد ځلاند وويل، د ډيورنډ کرښه د پښتنو پر سينه تېره شوې ده او د دې پر ضد به مبارزې ته ادامه ورکوي.
هغه زياته کړه: "له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستان نېغ په نېغه د ډيورند د منحوسې کرښې په اوږدو کې مداخلې کوي، په دې برخه کې تل افغان حکومت پڅ او ناڅرګنده دريځ نيولی او د ملي وحدت د حکومت په راتګ سره د پاکستان په وړاندې دريځ لا نور ګونګ او پڅ شوی دی."
د نوموړي په وينا، پاکستان په خپلسره توګه په تورخم کې دروازه ودروله، د ملي وحدت حکومت سترګې پرې پټې کړې، همدارنګه پاکستان په سپين بولدک کې د جهانګير او لقمان د کليو د خپلولو هڅه وکړه، چې په دې برخه کې هم ارګ کوم ځانګړی غبرګون نه دی څرګند کړی.
د دې کنفرانس په پاى کې مدني ټولنو او ځوانانو خپلې غوښتې او وړانديزونه په پرېکړه کې مطرح کړې.
په پرېکړه ليک کې له افغان حکومته غوښتل شوي چې بايد د پاکستان د وروستيو لاسوهنو په اړه وضاحت وړاندې کړي چې د دوی رسمي دريځ څه دی، ولس څه وکړي او دوی څه ډول ولسي ملاتړ ته اړتيا لري.
دغه راز دوى له افغان حکومته غوښتي چې په پښتونخوا (پېښور او کوېټه) کې خپلې سياسي نماينده ګۍ (کونسلګرۍ) وتړي؛ ځکه چې د دوى په وينا، دا سيمې د افغانانو خاوره ده.
په پرېکړه ليک کې راغلي، د ملي وحدت حکومت دې د ډيورند کرښې په اوږدو کې سرحدي پوليسو ته د سرحدي پر ځای بل نوم (د پښتونخوا ځواک) ورکړي.
دغه راز دوى غوښتنه کړې چې د ملي يووالي حکومت دې په سمبوليکه توګه د محکومې پښتونخوا لپاره لس څوکۍ په ولسي جرګه او لس څوکۍ په مشرانو جرګه کې اعلان کړي.
په پرېکړه ليک کې له حکومته غوښتل شوي چې په پېژندپاڼو د وېش په برخه کې دې ټولو هغو وګړو ته د اخيستلو حق اعلان کړي چې له امو تر اباسينه پورې ژوند کوي
login or register a new account.