ژبه

جماعة الدعوه ګوند د افغانستان د اوبو په اړه د ایران د ولسمشر څرګندونې وغندلې

کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د افغانستان د جماعة الدعوة ګوند د افغانستان د اوبو په اړه د ايران د ولسمشر څرګندونې وغندلې او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وبلله.

د راپورونو پر بنسټ، د ايران ولسمشر حسن روحاني د تهران چاپېريال ککړتيا په ناسته کې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ٣٤ هېوادونو استازو په کې ګډون کړى و، افغانستان کې د يو شمېر بندونو جوړولو په اړه نيوکه وکړه، ويې ويل چې تهران ته د زغم وړ نه ده چې د کجکي، کمال خان، سلما په څېر بندونو جوړولو پر وړاندې چې د ايران پر خراسان، سيستان او بلوچستان ولايتونو اغېز کوي، چوپ پاتې شي.

خو افغان حکومت وايي، د بندونو جوړول د افغانستان حق دى او د ګاونډيو هېوادونو لپاره ګواښ نه دى.

د افغانستان د جماعة الدعوة ګوند هم د ايران د ولسمشر څرګندونې رد کړې او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وبلله.

د دغه ګوند مرستيال حاجي روح الله وکيل د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د ايران د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د دې معنا لري چې دغه هېواد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي.

هغه وايي، د جماعة الدعوة ګوند د پرمختيايي پروژو په پلې کېدو کې له افغان حکومت څخه په کلکه ننګه او ملاتړ کوي او په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړېدو په اړه د ايران د ولسمشر حسن روحاني څرګندونې په کلکو ټکو کې غندي.

روح الله وکيل ويلي، افغان ولس بايد په دې پوه شي چې ايران د افغانستان دوست نه دى او تل يې د ولسونو تر منځ د نفاق او کرکې لپاره کار کړى دى.

د جماعة الدعوة ګوند د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ايران د لاسوهنې مخنيوی وکړي.

دوى زياته کړې: ((جماعة الدعوة د ګاونډيتوب پر اصولو بارو لري خو ايران له شيطانت او منافقت پرته بله کومه ښېګڼه له افغان ولس سره نه ده کړې.))

د ولسي جرګې ځينو وکيلانو هم د ا يران د ولسمشر څرګندونې غندلې وې.