ژبه

د مخابراتو وزير: ډېر وخت مې له وکیلانو سره په ناستو کې ضایع کېږي

کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د مخابراتو او معلوماتو ټکنالوجۍ سرپرست وزير انجنير سيد احمد شاه سادات وايي چې ډېر وخت يې له وکيلانو سره په غونډو کې ضايع کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې په ټولنيزه شبکه فېسبوک کې پر خپلو هغو څرګندونو کړې چې له دغه وزارت څخه د ځوانانو د کارموندنې په اړه د غوښتنو په ځواب کې يې کړې دي.

هغه زياته کړې، له يوې مودې راهيسې د ډېرو ځوانانو د کارموندنې غوښتنې ګوري؛ نو هغه ځوانان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کی له ای سي ټي ای يا د کابل له پوهنتون او يا د نړۍ له نورو پوهنتونو څخه فارغ شوي وي؛ خپل اسناد دې وزارت ته وسپاري.

نوموړي ويلي: ((زه يوه اندازه مجبوريتونه هم لرم او هغه دا چه زما ډېر وخت له ځينو وکيل صاحبانو سره په مجلسونو کی ضايع کېږي، يو شمېر له دوولسم ټولګي فارغ کسان د ځينو وکيلانو او لوړپوړو چارواکو پسې د واسطو لپاره ورځي، څو کار پيدا کړي.))

د مخابراتو سرپرست وزير وايي، د دغه وزارت له خوا د هر اعلان شوي پوست لپاره سلګونه واسطې راځي، فشارونه زيات وي.

خو هغه زياته کړې: ((زه له واسطو څخه نفرت لرم او فشارونو ته غاړه نه ږدم، په همدې توګه لسګونه وکيلان راڅخه خفه شوي دي، خداى شته تر اوسه مې يو تن هم د کوم وکيل په واسطه نه دى مقرر کړى، خو د دوى واسطې او تګ راتګ زموږ وخت ضايع کوي او کارونو کې خنډونه جوړېږي.))

سادات وايي چې تر اوسه يې د خپل کلي، ولايت او قوم هېڅوک نه دي مقرر کړي، که څوک په دې اړه کومه بېلګه يا اسناد لري؛ نو وړاندې دې کړي.

هغه زياته کړه، د رابطو پر ځاى پر لياقت او علمي وړتيا باور لري، خپل وجدان ته ملامت نه دى.

login or register a new account.