کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): د سياسي چارو شنونکي وايي چې د پاکستان په اړه د امريکايي سناتورانو تېزې خبرې د دغه هېواد په اړه امريکا د نوي حکومت تګلاره څرګندوي.
د امريکا د مشرانو جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټې د مشر جان مکېن په مشرۍ د امريکايي سناتورانو يو پلاوى پرون کابل ته راغلى و او له افغان مشرانو سره يې وليدل.
دوى دغه راز له دغه سفر مخکې اسلام اباد ته هم ورغلي وو او له پاکستاني پوځي او ملکي چارواکو سره يې هم پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
امريکايي پلاوي پرون په کابل کې د يوې خبري غوڼدې پر مهال په ډاګه کړه چې په پاکستان کې د حقاني او نورو ترهګرو ډلو شتون دوى ته د منلو وړ نه دى.
هغه د افغانستان د سولې په پروسه او د حقاني ډلې په له منځه وړو کې له پاکستان څخه مرسته هم وغوښته.
جان مکېن پاکستان ته د ګوت څنډنې په توګه وويل، که چېرې پاکستان خپله تګلاره نه بدلوي، نو امريکا به د پاکستان پر وړاندې تګلاره بدله کړي.
د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان وايي چې د پاکستان په اړه د امريکايي سناتورانو تُندې او سپينې خبرې د دې څرګندونه کوي چې د ولسمشر ټرمپ حکومت د پاکستان په اړه خپل دريځ بدل کړى دى.
د سياسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر فيض محمد ځلاند پژواک خبري اژانس ته وويل چې امريکا غواړي نور د پاکستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
هغه زياته کړه چې په سيمه کې د امريکا شتون د افغانستان مسئله سيمه ييزه او نړيواله کړې ده او اوس امريکايانو هم دا درک کړې ده.
ډاکټر ځلاند وايي چې امريکا د افغانستان د ستراتيژيک همکار په توګه بايد د افغانستان په مسئله کې ځواکمن رول ولوبوي او پر پاکستان فشار واچوي.
د سياسي چارو بل شنونکي جاوېد غفور هم همدغه ټکي ته په اشارې سره وويل چې په سيمه کې د چين خوځښتونو او فعاليتونو امريکا دې ته اړه کړې چې خپله تګلاره بدله کړي.
ده زياته کړه: ((امريکا نه غواړي نور د ترهګرۍ په بهانه پاکستان ته هغه سپين چيکونه ورکړي چې پاکستان يې بېرته ترهګرو ته ورکوي.))
login or register a new account.