ژبه

ولسمشر غني په یو ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ولاړ

کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): ولسمشر محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د "کاسا زر پروژې" هېوادونو د مشرانو په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته  روان شو.

له ارګه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني به د دغه یو ورځني سفر پر مهال په دې ناستې کې پر ګډون او وینا سربېره د تاجکستان له ولسمشر امام علي‌رحمان سره د  دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

سرچينې زياته کړې، دغه راز ولسمشر به د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د مشرانو په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون تر څنګ د تاجکستان د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو له نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد له ولسمشر سره په دغه سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، په زیربنايي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهور ريیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او په عامه اړیکو او ستراتيژیکو ارتباطاتو کې د جمهور ريیس ستر سلاکار شاه‌زمان میوندي هم ملتیا کوي.

login or register a new account.