ژبه

په هلمند  کې يو امريکايي سرتېرى وژل شوى

کابل (پژواک، ١٥ چنګاښ ٩٦): په سوېلي ولايت هلمند  کې د وسله والې نښتې پر مهال يو امريکايي سرتېرى وژل شوى دى.

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ١٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سرتېرى د تېرې دوشنبې په ورځ په هلمند ولايت کې له وسله والو طالبانو سره د نښتې پر مهال سخت ټپي شوى و.

سرچينې زياته کړې چې سرتېري یې وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې امريکايي ځواکونه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې بوخت وو چې د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلل.

امريکايي ځواکونو ويلي چې په دې پېښه کې دوه نور امريکايي سرتېري هم ټپيان شوي خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د يادونې ده، اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ٨٨٠٠ امريکايي سرتېري مېشت دي چې د ناټو د روزنې ماموريت او  د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ځانګړو عملياتو کې بوخت دي.

په روان زېږديز کال کې په افغانستان کې ٨ بهرني سرتېري وژل شوي چې ټول امريکايان دي.

login or register a new account.