ژبه

د سوداګرۍ وزیر له اوزبېکستاني پلاوي سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلی

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۵): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، په صنعتي سکټور کې د اوزبېکستان له تجربو د اغېزناکې استفادې او د ګډو پانګونو د جلب په موخه په کابل د دغه وزارت د وزیر او اوزبېکستاني پلاوي ترمنځ غونډه وشوه.

 دغه وزارت نن (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د اوزبېکستان د وزیرانو شورا د سپکو صنایعو د پراختیا ادارې د رییس ناظم‌جان خالمرادوف ترمنځ ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې په افغانستان کې د پنبې معیاري کښت، د پنبې پروسس او د نخي تولید، له اوزبېکستانه افغانستان ته د پنبې، چرم او کشمیرې د پروسس فابریکو لېږد، د چرمي بوټانو تولید، په افغانستان کې د ټوکر تولید، افغانستان ته د اوزبېکستان د جامو صادرات، په بېلابېلو برخو کې له اوزبېکستانه افغانستان ته د شاوخوا ۲۰ فابریکو لېږد او د ترمذ په ګډ بازار کې د سپکو صنایعو برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړۍوال تخصصي نندارتون جوړولو او په افغانستان کې د نخي تولید برخه کې د دواړو ادارو د ګډې پانګونې په اړه خبرې شوې دي.

د یادونې ده چې ناظم‌جان خالمرادوف د یوه رسمي دولتي او خصوصي سکټور پلاوي په مشرۍ چې د هغه هېواد د نساجۍ شرکتونو استازي هم پکې شامل دي، پرون کابل ته راغلی دی.

ورته موضوع