کابل (پژواک،١٧ چنګاښ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان نجونو ځورونکو ته سخته سزا ورکړي.
د راپورونو له مخې، دوه افغان نجونې چې د اسلام اباد له هوايي ډګر څخه يې پرواز درلود، د يوه ځايي امنيتي افسر لخوا تر پنځو ساعتونو پورې په يوه خونه کې ځورول شوې وې.
د افغانستان سفير زاخېلوال د چنګاښ په ١٦مه، په ټولنيزه شبکه ټويټر پاڼه کې ليکلي چې سفارت دغه موضوع جدي نيولې ده.
هغه له پاکستانيو مسوولينو غوښتي چې د يادې پېښې عاملينو ته سخته سزا ورکړي.
د راپورنو له مخې، دا پېښه د تېرې پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد نړيوال هوايي ډګر کې هغه مهال رامنځته شوې چې دوه افغان خويندې د سفر لپاره ورغلې وې.
پاکستانيو رسنيو ويلي چې د هوايي ډګر د سفرونو (امېګرېشن) يو تن امنيتي افسر په دې پلمه چې يادو خويندو سره په هوټل کې د اوسېدو اسناد نه و، په يوه خونه کې د پنځو ساعتونو لپاره بنديانې کړې وې.
دغو افغان خويندو تر خوشې کېدو وروسته په نږدې امنيتي پوسته کې قضيه او خپل شکايت په رسمي توګه ثبت کړى دى.
دوى په خپل شکايت کې ويلي چې تر يوه ساعت وروسته يوه خور يې له خونې ايستلې او له بلې سره د جنسي ځورنې هڅه شوې، چې هغې له غوغا کولو سره ځان له خونې ايستلى و.
بلخوا د پاکستان دکورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دا موضوع جدي نيولې او ياد امنيتي مسوول يې له دندې ګوښه کړى د ى.
د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د چوهدري په سپارښتنه د پېښې پلټنې پيل شوې دي.
login or register a new account.