کندهار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۶): د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني د چنګاښ په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه برید نن د میوند ولسوالۍ په کلا سیمه کې شوی دی.
هغه زیاته کړه، یوه ډله وسله وال په یوه مخروبه ودانۍ کې د ورانکارۍ په موخه سره را ټول شوي وو چې بې پیلوټه الوتکې له هوا څخه په نښه کړي دي.
دی وايي، په دې برید کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د یوه بل خبر له مخې، وسله والو په نېش ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژلی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، دغه پېښه د یادې ولسوالۍ په ترکمن کلي کې شوې ده.
هغه زیاتوي، تېره نیمه شپه وسله والو د اغک په نوم دغه ملک له خپل کور ه راویستلی او بیا یې د چاقوګانو په وسیله وژلی دی.
د ده په خبره، له پېښې وروسته وسله وال تښتېدلي خو پولیس ساحې ته رسېدلي او د دغه قومي مشر د کور چاپېره ښخ شوي ماینونه یې کشف او شنډ کړي دي.
دی وايي، د دغې پېښې په اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.
په یوه بله پېښه کې بیا یو پولیس له وسله والو مخالفینو سره د اړیکو په تړاو وژل شوی دی.
دغه پېښه د نېش ولسوالۍ اړوند د کندې سیمې د پولیسو په امنیتي پوسته کې شوې ده.
درانی وايي، دغه پولیس له وسله والو سره اړیکې لرلې، غوښتل یې لومړی پهره دار او بیا نور پولیس ووژني، چې پهره دار پولیس پرې وار لومړی کړی او ډزې یې ورباندې کړې دي.
login or register a new account.