ژبه

لسګونو ټولنو د تعصب پر ضد غونډه وکړه

کابل (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٦): په کابل کې لسګونو مدني، ټولنيز، علمي او فرهنګي ټولنو د تعصب پر ضد غونډه وکړه او د دې پدیدې پر ضد يې پر مبارزې ټينګار وکړ.

دغه غونډه د چنګاښ په ١٩مه د شهامت ټولنيز او فرهنګي سازمان له خوا  د مشعل ټولنې او مشعل پوهنتون په همکارۍ جوړ شوې وه.

د مشعل ټولنې مسوول محمد هارون فورمولي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تعصب پر ضد په دې غونډه او مبارزه کې  د کابل تر ٣٠ پورې بېلابېلو ټولنو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې د ځينو سياسي او قومي کړيو او ټيکه دارانو له خوا د شخصي ګټو لپاره په هېواد کې د تعصب تخم شيندل شوى و.

دى وايي چې مخ پر زياتېدو قومي نفاق او ستونزو له امله د هېوادوالو تر منځ تاوتريخوالى رامنځته شوى او دوى اړين وبلل چې پر ضد يې مبارزه وشي.

فورمولي وويل چې اوس په هېواد کې د ٧٠ او ٨٠ کلونو ورځې نشته، اوس ځوانان پوه شوي او لوړې زده کړې يې کړې، نه غواړي د نورو د ګټو قرباني شي.

د هغه په وينا، ځيني سياسي او قومي مشران له ځوانانو څخه ناوړه ګټه پورته کوي، خو دغه مشران ولسي ملاتړ له ځان سره نه لري، د څو پيسو په بدل کې ځيني کسان لارو او سړکونو ته وباسي.

ده زياته کړه: ((زه وياړم چې زموږ ځوانان د خپل هېواد او ولس لپاره کار کوي، نو د څو اشخاصو او کړيو لپاره.))

د شهامت ټولنې مشر عبدالفريد سيلاني يادې غونډې ته وويل چې په دې وروستيو کې تعصب زيات شوى او يو شمېر افغانان پرې اخته شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې افغان بايد يو بل ومني يو بل ته غاړه کېږدي او تعصب ته د نفي ځواب ورکړي.

د هغه په وينا، دا د ټولو ايماني او وجداني دنده ده چې د تعصب پر وړاندې مبارزه وکړي.

سياسي کارپوه او مدني فعال جاوېد غفور يادې غونډې ته وويل چې ځينو سياسي ټيکه دارانو د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېوادوالو په منځ کې د تعصب تخم شيندلى دى.

هغه زياته کړه چې دوى د څوکۍ ترلاسه کولو او بيا د خپل واک او څوکۍ ساتلو لپاره د خلکو په منځ کې تعصب او نفاق رامنځته کوي.

غفور دا هم وويل چې ځينې استخباراتي کړۍ او ګاونډي هېوادونه هم تعصب ته لمن وهي، څو خپلو شخصي موخو ته ورسېږي.

ورته موضوع