ګردېز (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٦): له کورنيو چارو وزارت څخه د پکـتيا امنيې قوماندانۍ ته د را استول شوي مکـتوب له مخې د دغه ولايت د پوليسو تنخواوې ١٥٠٠ افغانۍ کمې شوې چې له امله يې پوليس اندېښمن دي.
په مکتوب کې د معاشونو کمېدو لامل د ياد ولايت امنيتي حالت ښه والی او د ګواښونو د کچې ټيټېدل ښودل شوي دي.
د پکـتيا پوليس د کورنيو چارو وزارت په دغه اقـدام سخت خواشيني دي او وايي پر ځای د دې چې د امنيتي حالت د ښه کېدو له امله تشويق شوي وای، د جزايي عمل په څېر يې معاشونه کم شوي دي.
د پکـتيا د امنيې قوماندانۍ پوليس عبدالله د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د معاشونو کمېدو د خبر په اورېدو ټول پوليس ډېر خپه شوي او له يو بد احساس سره مخ دي.
نوموړي وويل، پوليسو د امنيت د ټينګښت لپاره شپه او ورځ خواري کړې او اوس هم ډېره قرباني ورکوي خو پر ځای د دې چې د معاشونو پر زياتېدو او نورو امتيازاتو يې کار وشي، برعکـس معاشونه يې کم شوي دي.
دی وايي: ((دې خبر د پوليسو پر مورال هم بد تاثير کړی، ټول خپه او ناراضه دي، موږ د خپلو خلکو او دولت لپاره شپه او ورځ په محاربه او ستونزو کې تېروو او بايد زموږ د سخت کار او فعاليت قدرداني شوې وای، خو اوس لکه موږ چې وظيفې سمې نه وي اجرا کړې، معاشونه مو کمېږي.))
دغه راز يو بل پوليس عبدالولي پژواک ته وويل چې هر څه ژر بايد دغه پرېکړه بېرته تغيير وکړي.
هغه وايي، پکـتيا په هغه کچه امن نه دی چې دوی دې کرار ناست وي، بلکې هره ورځ د پېښو او ګواښونو سره مخ دي.
ده وويل: ((په مرکز او ولسواليو کې د ټولو معاشونه يونيم زر افغانۍ کم شول، موږ بېخي حيران شو؛ ځکه ټول وايي چې دوی بايد تشويق شوي وای، ټول پرسونل خپه دی.))
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.