کابل (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٦): ملګري ملتونو هیله من دي، څو د سولې او مذاکراتو په موخه پیل شوې هڅې د کابل پروسې له لارې انسجام او همغږې شي.
د ملي امنيت شورا له مطبوعاتى دفتره د چنګاښ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي او د یوناما دفتر له مشر تدامیچي یاماماتو سره په لیدنه کې د افغانستان او سیمې پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، د یوناما مشر یاماماتو د افغان دولت په مشرۍ د کابل پروسې د ناستې جوړېدل د پام وړ پرمختګ وباله او دا پروسه یې بریالۍ او هیله بښونکې وبلله.
هغه ويلي، د کابل پروسې پرېکړې او ژمنې باید تعقیب او د راتلونکو ناستو لپاره یې همغږي پیل شي.
یاماماتو همدارنګه وویل چې د سولې او مذاکراتو لپاره پیل شوې ټولې هلې ځلې ګټورې دي، خو ټینګار یې وکړ چې د کابل پروسه د افغانانو په مشرۍ له وسله والو مخالفينو سره د سولې او مذاکراتو په موخه له ملاتړه برخمنه ده او مهم چتر دی.
د يوناما د مشر په وينا، ملګري ملتونو هیله من دي، څو د سولې او مذاکراتو په موخه پیل شوې هڅې د کابل پروسې له لارې انسجام او همغږې شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي په سیمه ییزه کچه له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ او ويې ويل، اړتیا ده څو د سیمې هېوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه ګډه ستراتیژي رامنځته کړي څو د ترهګرو د ځپلو په موخه پلانونه او برنامې همغږی مسیر پیدا کړي.
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي څخه د کابل پروسې د ملاتړ او د بشري او سیاسي همکاریو د دوام له امله مننه وکړه.
هغه وويل، د سولې او مذاکراتو لپاره تر دې مهاله بېلابېلې هڅې شوې چې ټولو پر خپل ځای لاسته راوړنې او د پام وړ تجربې درلودې.
نوموړي زياته کړه، د کابل پروسه د سولې د هر ډول مذاکراتو د همغږۍ او اعتماد لپاره رامنځته شوي او له دې پروسې سره یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو همکاري مهمه وبلله.
د ملي امنیت سلاکار په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې لپاره د ګډې ستراتیژۍ له جوړېدو څخه د ملګرو ملتونو ملاتړ د پام وړ وبله.
نوموړي زیاته کړه، ترهګري د سیمې لپاره ګواښ دی او پر وړاندې یې د ګډې مبارزې په موخه د چوکاټ رامنځته کول اړتیا ده. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.