کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۹۶): کابل کې د عراق سفارت وايي، افغانستان او نورو هېوادونو ته د موصل ښار د داعشيانو د تګ اندېښنه ځکه نشته چې د دغه ښار ټول داعشيان له منځه وړل شوي دي.
عراقي ځواکونو د نړيوال ځواکونو په ملاتړ د تېر ۲۰۱۶ زېږديز کال د اکتوبر په مياشت کې په موصل کې د داعش ډلې پر وړاندې پوځي عمليات پيل کړل او تېره دوشنبې (د چنګاښ ١٩مه) يې دغه ښار له داعشيانو ونيو.
کابل کې د عراق سفارت سرپرست فرزدق زهير الغلای (Farazdak Al-Ghallie) نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د موصل ښار تر نيولو وروسته به داعشيان افغانستان او يا بل کوم هېواد ته ولاړ نه شي، وويل چې عراقي ځواکونو موصل کې د داعش پر ضد د پوځي عملياتو له پيل مخکې د هغوى د تښتې لارې بندې کړې وې او هلته يې ټول داعشيان له منځه وړي دي.
دى، وايي چې د عراق په ځينو نورو سيمو کې د داعش ډلې کسان شته خو شمېر يې ډېر کم دى او د هغوى پر وړاندې هم پوځې عمليات روان دي.
د يادونې ده، د داعش په نوم وسله وال له شاوخوا دوو کلونو راهيسې د افغانستان په ځينو سيمو کې وسله وال فعاليت کوي.
کابل کې د عراق سفارت سرپرست خبريالانو ته وويل چې عراقيانو د خپلو وينو په بدل سره داعشيانو ته په موصل کې ماته ورکړه.
هغه وايي: "موږ د ټولې نړۍ په نيابت جګړه وکړه او وحشي ترهګره ډله مو له منځه يوړه. دغه ترهګره ډله د ټول ملت د امنيت او ثبات پر وړاندې يو حقيقي ګواښ بلل کېده او موږ د اسلامي دولت (داعش) ډلې جرړې وايستې."
ده په موصل کې د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې داعشيانو له ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخيست او د النوري لرغوني جامع جومات تر څنګ يې د دې ښار ډېر تاريخي ځايونه ړنګ کړي دي.
داعش ډلې په ٢٠١٤ زېږديز کال کې له همدې جومات څخه اسلامي خلافت اعلان کړ.
دى وايي: "دوستو هېوادونو د نړيوال ايتلاف او يا له هغه څخه بهر په دې جګړه کې د عراق له حکومت څخه په ملاتړ مهم رول درلود، نو ځکه په موصل کې زموږ بريا د ټولو هغو بريا بلل کېږي چې له موږ سره يې مرسته کړې او يا يې ملاتړ اعلان کړى دى. "
ده وويل چې هېواد يې د بيارغونې، ثبات او امنيت په برخه کې مرستې ته اړتيا لري.
login or register a new account.