کابل (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٦) : ناټو او روسيې د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې وکړې او ددغه هېواد اوسنى حالت يې له ننګونو ډک وباله.
دغه څرګندونې د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ پرون ناوخته د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو او روسيې شورا تر ګډې غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.
هغه زياته کړې، په دې غونډه کې يې له روسيې سره د افغانستان او اوکراين په ګډون پر درېيو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
د ناټو سرمنشي وويل، په دې غونډه کې يې په ځانګړې توګه د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو خبرې وکړې.
سټولټنبرګ د افغانستان امنيتي حالات له ننګونو ډک وبلل او زياته يې کړه چې با ثباته افغانستان د ټولې سيمې لپاره مهم دى.
هغه زياته کړه، ناټو او متحدين يې له روسيې سره په ګډه د افغانستان د ملي يووالي له حکومته ملاتړ کوي او په يوه خپلواک، با ثباته او ديموکراتيک افغانستان کې يې ګټې شريکې دي.
login or register a new account.