ګردېز (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٦) : د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې دوه ځانمرګي بريدګر موخې ته له رسېدو مخکې ووژل شول.
د پکتيا د امنيه قوماندانۍ وياند سردار ولي تبسم د چنګاښ په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه نن تر غرمې وروسته په څه باندې يوه بجه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، دوو ځانمرګو بريدګرو چې غوښتل چې د موټرسايکل په وسيله د ګردېز ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند پر يوې پوستې بريد وکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې خپل چاودېدونکي توکي يې چاودېدلي دي.
دى وايي، په دې چاودنه کې دواړه بريدګر وژل شوي او دوه نور لارويان ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
د امنيه قوماندانۍ وياند وويل، د چاودنې له امله د نږدې موټر پلورنځيو يو شمېر موټرو ښيښې ماتې شوې دي.
عيني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زور وره وه او د نږدې کورونو او دفترونو ښيښې يې هم ماتې کړې دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.