ژبه

په افغانستان کې د داعش ډلې درېيم مشر هم وژل شوی

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٦): امريکايي ځواکونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د داعش ډلې درېيم مشر هم وژل شوى دى.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د داعش خراسان ډلې مشر ابو سعيد د تېرې سه شنبې په ورځ په کونړ  ولايت کې هوايي بريد کې وژل شوى دى.

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان نېکولسن  ويلي چې داعش ته د ماتې ورکولو په موخه په پيل شوو عملياتو کې يې بله بريا ترلاسه کړې ده.

هغه زياته کړه چې ابو سعيد له وژل کېدو سره په تېرو ١٢ مياشتو کې د داعش درېيم مشر دی چې د افغان او امريکايي ځواکونو له خوا په افغانستان کې وژل کېږي.

ده ويلي: ((موږ به دوى ته تر بشپړې ماتې ورکولو پورې خپلو هڅو ته دوام ورکوو، داعش په افغانستان کې خوندي ځاى نه لري.))

د يادونې ده، د تېرې سه شنبې په ورځ د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت پژواک اژانس ته ويلي وو چې د وټه پور ولسوالۍ د کټار قلعه په سيمه کې د داعش پر يوه مرکز د بې پيلوټه الوتکې بريد شوى چې په ترڅ کې يې د دې ډلې ١١ غړي وژل شوي.

هغه زياته کړې وه چې په وژل شوو کې د داعش درې قوماندانان هم شامل دي، خو نور معلومات يې نه درلودل.

داعش ته يوې نږدې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې ابو سعيد د پاکستاني طالبانو ډلې (ټي ټي پي) پخوانى غړى او تېر کال له داعش سره يو ځاى شوی و او په کونړ کې یې فعالیت درلود.

سرچينې زياته کړې، ابو سعيد چې د خپلو ملګرو له منځ کې پر قاري سعيد هم مشهور و، د ډيورنډ فرضي کرښې د پورې غاړې باجوړ ايجنسۍ اوسېدونکى و.

login or register a new account.