ژبه

قزاقستان د افغانستان له  هوايي ځواک سره د همکاریو ژمنه وکړه

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): د قزاقستان د دفاع وزیر د افغانستان له هوايي ځواکونو سره د همکاریو او تجربو شریکولو ژمنه وکړه.

د ملي امنيت شورا له دفتره د چنګاښ په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې قزاقستان ته د سفر پر مهال د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر د دغه هېواد دفاع او فضايي صنعت له وزیر بیبوت اتامکلوف سره ولیدل.

سرچينې زياته کړې، د قزاقستان د دفاع وزیر اتامکلوف وويل، د سیمې هېوادونو ته دا روښانه ده چې د سیمې ثبات او پرمختګ د افغانستان له امنیت او ثبات سره تړلی دی.

هغه زياته کړه چې قزاقستان د افغانستان د سولې او امنیت لپاره د هر ډول سیمه ییزو او نړیوالو هلو ځلو ملاتړ کوي.

د  نوموړي په وينا، هېواد يې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لاره کې د افغانستان له دولت او خلکو سره د همکارۍ لپاره چمتو دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د قزاقستان د دفاع او فضايي صنعت له وزیر څخه د همکاریو په موخه د چمتووالي له امله مننه وکړه او ويې ويل چې ورځ تر بلې ترهګري د سیمې او نړۍ لپاره پر زیاتېدونکي ګواښ بدلېږي.

اتمر زياته کړه چې افغان ځواکونه د ترهګريزو ډلو پر وړاندې په صداقت مبارزه کوي او نه پرېږدي چې ترهګر په افغانستان کې پراخ نفوذ وکړي او د سیمې لپاره تر دې هم په جدي ګواښ بدل شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د ترهګريزو ډلو د ځپلو لپاره د افغان ځواکونو پر تجهیز او روزنه ټینګار وکړ او د هوايي ځواکونو په برخه کې یې د قزاقستان د همکاریو غوښتنه وکړه.

د قزاقستان د دفاع او فضايي صنعت وزیر د افغانستان له هوايي ځواکونو سره د همکاریو او تجربو د شریکولو ژمنه وکړه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو هوکړه وکړه، چې د افغان هوايي ځواکونو د تجهیز او روزنې په موخه به دوه اړخیزو بحثونو ته ادامه ورکوي.

login or register a new account.