ژبه

افغانستان له ازبکستان سره د امنيتي همکاريو پر پراختيا بحثونه پيل کړل

کابل (پژواک، ٣١ چنګاښ ٩٦) : د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخيزو امنيتي او سياسي همکاريو پر پراختیا لومړني مذاکرات پيل او دواړو هېوادونو د امنیتي او اقتصادي همکاريو د پراختیا په موخه کمېسیونونه جوړ کړل.

د افغانستان د ملي امنيت شورا له دفتر څخه  د چنګاښ په ٣١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي او ورسره پلاوي نن د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کامل‌وف سره په لیدنه کې د امنیتي او اقتصادي همکاریو پر بهبود او پراختیا خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او دوام په موخه امنیتي او اقتصادي همکارۍ مهمي و بللې، نوموړي وویل، د ازبکستان دولت چمتو دی، ترڅو د پخوانیو اقتصادي همکاریو په دوام د نویو همکاریو باب هم پرانیزي.

کاملوف وویل، د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات او اقتصادي پرمختګ له پاره مهم دی، نوموړي زیاته کړه، د امنیتي همکاریو دوام او پرمختګ د تروریستي ډلو د ځپلو او محوه کولو په لاره کې اساسي رول لري.

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر څخه مننه وکړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې  مبارزې په برخه کې روښانه دریځ لري.

هغه زياته کړه، ترهګري د سیمې لپاره په لوی ګواښ بدله شوې او د مخنیوي لپاره یې پر مشترکه مبارزه او دومدارو اړیکو ټینګار  وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د امنیتي او اقتصادي همکاریو د پراختیا او بهبود په موخه د افغانستان له لوري د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر په مشرۍ امنیتي کمېسیون او د ولسمشر د اقتصادي سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي په مشرۍ اقتصادي کمېسیون ایجاد شو. د دواړو هېوادونو له خوا ګومارل شوي کمېسیونونه به د امنیت او اقتصادي همکاریو د بهبود لپاره برنامې عملي کوي.

سرچينې ويلي، په دې دوه اړخیزو مذاکراتو کې د همکاریو د سند په رامنځته کېدو هوکړه وشوه ټاکل شوې دغه سند په نیږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د لیدنې پرمهال لاسلیک شي.

د دې ترڅنګ په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د مشترکې ستراتیژۍ په رامنځته کېدو هم هوکړه وشوه.

د يو بل خبر له مخې، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخيزو امنيتي او سياسي همکاريو پر پراختیا لومړني مذاکرات پيل کړل.

د افغانستان د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په لارښوونه د کورنیو چارو وزارت د لومړي مرستیال لوی پاسوال جانان بارکزي په مشرۍ افغان پلاوي د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت له مرستیال باباخان اکبرخان ویچ او ملګري پلاوي سره ولیدل.

د ازبکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال وويل، چې هېواد یې په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو له څرنګوالي څخه خبر  دی او د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې یې دخپل هېواد له همکاريو څخه ډاډ ورکړ.

login or register a new account.