ژبه

حامد کرزي د امريکايانو او طالبانو له خوا د پوليسو وژل وغندل

کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٦): مخکني ولسمشر حامد کرزي د امريکايي ځواکونو او وسله والو طالبانو له خوا د افغان پوليسو وژل وغندل.

دوه ورځې مخکې وسله والو طالبانو په بدخشان ولايت کې د يوه کمين په ترڅ کې تر ٣٠ زيات سيمه ييز پوليس ووژل.

دغه راز په همدې ورځ امريکايي ځواکونو  د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د هوايي بمبار له امله ١٦ پوليس وژلي او دوه يې ژوبل کړي وو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکايي ځواکونو او وسله و الو طالبانو له لوري دا فغان پوليسو وژل وغندل.

د حامد کرزي له قوله د زمري په  لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((زموږ په خاوره کې د هوايي بمبارۍ په خلاف زما د تلپاتي دريځ او مخالفت لامل دا و چې د دغو بمباريو زيانونه يواځې او يواځې افغان ولس او زموږ کورونو او ځمکو ته رسېږي.))

کرزي زياته کړه، د دې تر څنګ د دغو بمباريو دوام په افغانستان کې د سولې له راوستلو سره مرسته نه کوي، بلکې برعکس د جګړې لمن نوره هم پراخوي او د افغانانو د مرګ ژوبلې او لا زياتو قربانيو سبب ګرځي.

پخواني ولسمشر ويلي، په وار وار ليدل شوي چې د دغو بمباريو قربانيان ملي امنيتي ځواکونه او يا هم ملکي وګړي دي چې يوه  بېلګه يې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وروستۍ بمبار ده.

دغه راز هغه زياته کړې، د بدخشان په  تګاب ولسوالۍ کې يو شمېر پوليس د طالبانو له خوا وژل شوي دي چې د غندنې وړ دي.

حامد کرزي ويلي، له دې ورانوونکې جګړې څخه د وطن ژغورنه يواځې د افغانستان د خلکو په ملي اقدام کېدای شي.

login or register a new account.

ورته موضوع