ژبه

د پاکستان لاهور ښار کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ٢ زمرى ٩٦) : د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې د يوې چاودنې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده.

پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى چې دا چاودنه نن د زمري په ٢مه، تر غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو د لاهور ښار د فيروز پور په سيمه کې شوې ده.

عيني شاهدانو ويلي چې چاودنه د يوه موټر په وسيله شوې، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا ځانمرګى بريد و او که د چاودېدونکو توکو چاودنه .

د لاهور ښا پوليسو تر اوسه د ١٥ کسانو د وژل کېدو او تر٢٨ زياتو د ټپي کېدو خبر ورکړى، خو د روغتون سرچينې بيا د مړو او ټپيانو شمېره تر ٥٠ زياته  ښيي.

ويل کيږي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او کېداى شي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي.

login or register a new account.