ژبه

کابل (پژواک، ۲ رمری ۹۶): دکابل ښار دریمې حوزې اړونده ددهبوریو په سیمه کې داجراییه ریاست ددویم مرستیال محمد محقق د کور ترڅنګ چاودنه شوې ده.

د پژواک اژانس همکار داوود  حسیني چې په یاده سیمه کې اوسیږي، وایي چې چاودنه نن دزمري په ۲مه، د سهار په څه کم اوه بجو د ګولای دواخانه او دهبوریو ترمنځ د زاول پوهنتون ته څیرمه شوې ده. 

هغه زیاته کړه، یو سپین رنګه کرولا موټر چې دمحقق کور په څو مترۍ کې درول شوی و، پکې چاودنه شوې ده، خو دا لا نه ده معلومه ، چې ځانمرګی و و که د چسپکي ماین چاودنه .

د داوود حسیني په وینا، یو شمیر ټپیان نږدې د مولا علي روغتون ته  یوړل شول.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش وايي، چې دا ځانمرګى بريد و، چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې ونه ښوده.

بلخوا ځينې  سرچينې وايي، چې په دې بريد کې ٢٠ تنه وژل شوي او ٢٢ تنه نور  ټپيان دي.

 

login or register a new account.

ورته موضوع