ژبه

د ناټو قوماندان د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې

کابل (پژواک، ٣ زمرى ٩٦): په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن د پاکستان د پوځ له مشر سره د افغانستان پر وروستيو حالاتو خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ له خوا د زمري په ٣مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ناټو قوماندان جنرال نيکولسن پرون په يو ورځني سفر اسلام اباد ته راغلى و.

سرچينې زياته کړې چې د ناټو قوماندان په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد سره د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو او د ګډې پولې پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د سيمې د سولې او ثبات لپاره ګډو هلو ځلو ته پر دوام ورکولو موافقه وکړه.

په ياده ناسته کې په اسلام اباد کې د امريکا سفير ډېويډ هيل هم شتون درلود.

login or register a new account.