ژبه

سویډن کمېټې لغمان کې خپل روغتيايي خدمتونه ودرول

کابل (پژواک، ٤ زمرى ٩٦): د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې د وسله والو مخالفينو د پرله پسې ګواښونو له امله په لغمان ولايت کې روغتيايي فعاليتونه ودرول.

په ختيځ کې د سويډن کمېټې د رسنيو د اړيکو مسوول صلاح الدين مومند د زمري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د يادو ګواښونو له امله دوى په لغمان کې شل روغتيايي کلينيکونه او د روغتيايي پروګرام اداري دفتر تر نامعلومې مودې پورې تړلي دي.

هغه زياته کړه، سويډن کمېټې په لغمان کې د روغتيايي پروګرام د اداري دفتر له لارې د ولايتي روغتون او ټولو ولسواليو کې ۵۴ روغتيايي کلينيکونه اداره کول، خو په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو له خوا ورته پرله پسې ګواښونه کېدل.

د افغانستان لپاره د سويډن کمېټې عمومي مشرې ميډيلين هوفرز په دې اړه ژوره خواشيني څرګنده کړې او ويلي، په دغه کار سره به په لغمان کې شاوخوا نيم ميليون وګړي اغېزمن او له روغتيايي خدمتونو څخه بې برخې شي.

هغې زياته کړې: ((تېره مېاشت وسله والو مخالفينو په لغمان کې څلوېښت هغه کلينيکونه چې د افغانستان لپاره سوېډن د کمېټې له لوري يې چارې پر مخ وړل کېدې، په دې موخه وتړل چې زموږ اداره مجبوره کړي چي يو شمېر روغتيايي کلينيکونه نورو ځايونو ته ولېږدوي.))

سرچينې ويلي، د افغانستان لپاره د سويډن کمېټه د روغتيايي کلينيکونو د لېږدولو او د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په اړه هر ډول پرېکړه د ملي روغتيايي تګلارې له لارښوونې پرته په خپل سر نه شی کولى او د نفوسو د شمېر په اساس روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

د سويډن کمېټې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له تېرو څو اونیو راهيسې د تړل شوو روغتیايي کلینيکونو د بېرته پرانيستلو لپاره د ځايي خلکو په منځګړتوب او هلو ځلو ۲۰ روغتیايي کلینيکونه بېرته پرانيستل شول، خو په اليشنګ، الينګار او مرکز مهترلام کې ۲۰ نور روغتیايي کلینيکونه لا هم تړلي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د دوى ځينو کارکوونکو ته د مخ په زیاتېدونکو ګواښونو له امله په لغمان د روغتیايي پروګرام اداري دفتر د تړلو پرېکړه وشوه.

د يادې ادارې مشرې ويلي، که چېرې ګواښونه زيات شي، نو د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه به نه یواځې په لغمان کې روغتیايي پروګرام، بلکې د معلولینو د بیارغونې، د کلیو د پراختیا او د پوهنې د پروګرامونو فعالیتونه به هم په ټپه ودروي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، دا ستونزه په هغو ځایونو کې چې د دولت له امنیتي ساحې څخه بهر او لرې دي، رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې اړه د ولایت مقام له لوري د الینګار او الیشنګ ولسوالانو او دغه راز د ولایت په کچه ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو ته جدي لارښوونه شوې څو د دغې قضیې جدي پلټنه وکړي او هغه کسان چې د دې قضیې تر شا لاسونه لري، تشخیص، تثبیت او ورسره قانوني چلند وکړي.

د ده په خبره، د دغه ولايت اوسېدونکو د مخالفینو دغه عمل په کلکه غندلی او اوس هم قومي مشران په دې هڅه کې دي چې دغه ستونزه هواره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع