ژبه

افغان ځواکونو دوه تنه پاکستاني ديپلوماتان د تښتوونکو له منګولو وژغورل

کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٦):افغان ځواکونو له ننګرهار ولايت څخه دوه تښتول شوي پاکستاني ديپلوماتان د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې خوشې کړل.

په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو  چارو وزارت لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون مازيګر په کابل کې د پاکستان د سفارت شازدافير ته ټيليفون وکړ او د يادو کسانو د خوشې کېدو خبر يې ورکړ.

دغه دوه ديپلومات شاوخوا ٤٠ ورځې مخکې د جلال اباد -  تورخم پر لويه لاره د نامعلومو وسله والو لخوا تښتول شوي وو.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې تهمينه جنجوعه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت کرزي سره ټيليفوني اړيکه نيولې او د ديپلوماتانو په پيدا کولو او خوشې کولو يې له افغان حکومت څخه مننه کړې ده.

په کابل کې د پاکستان د سفارت مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل چې ياد دوه تنه ديپلوماتان پرون ماښام ورته سپارل شوي دي. 

login or register a new account.