ژبه

د افغانستان پارلماني پلاوى پاکستان ته سفر کوي

کابل (پژواک، ٥ زمرى ٩٦): ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د ولسي جرګې د مشر عبدالرووف ابراهيمي په مشرۍ د يادې جرګې يو پلاوى پاکستان ته رسمي سفر وکړي.

د ولسي جرګې د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي دغه موضوع په پاکستان کې د افغانستان له سفير ډاکتر عمر زاخېلوال او په پارلماني چارو کې د دولت له وزير فاروق وردګ په خپل کاري دفتر کې مطرح کړه.

سرچينې زياته کړې چې په دغه ليدنه کې پاکستان ته د ولسي جرګې د مشر عبدالرووف ابراهيمي په مشرۍ د افغانستان د پارلماني پلاوي سفر د اجنډا په اړه خبرې اترې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر عمر زاخېلوال په دې ناسته کې پاکستان ته د افغانستان د پارلماني پلاوي دوه اړخيزو خبرو د اجنډا مهم ټکي مطرح کړل او د دغه دوه ورځني سفر اجنډا يې په لنډه توګه وړاندې کړه.

سرچينې ويلي چې په دغه سفر کې به د دواړو هېوادونو د پارلماني  پلاوو ترمنځ پر ناستو سربېره د امنيتي مسايلو، سولې، ښه ګاونډيتوب، د دواړو لورو اقتصادي همکاريو ځانګړي ډول ترانسپورټ او ترانزيټ په اړه خبرې اترې وشي.

په ياده ناسته کې دغه راز د افغانستان سفير يادونه وکړه چې د غونډې مشر او ورسره پلاوى به د دواړو هېوادونو د پارلماني غړو د ناستو تر څنګ د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف او ولسمشر ممنون حسين سره هم ليدنې وکړي.

د يادولو ده چې د دواړو هېوادونو د پارلمانونو د پلاوو ترمنځ ليده کاته به د پاکستان د پارلمان د مشر د غوښتنې پر بنسټ وشي، څو په پايله کې يې د دواړو هېوادونو د پارلماني همکاريو يوه کمېټه هم رامنځته شي.

د ويلو ده، څو مياشتې وړاندې د پاکستان د ولسي جرګې د رييس په مشرۍ يوه پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کړى و.

login or register a new account.