ژبه

جګړو د پکتیا د جاني خېلو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی

ګردېز (پژواک، ٨ زمرى ٩٦): د پکـتيا د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د سختو جګړو او ماينونو له امله يې ورځنى ژوند له سختو ګواښونو او ستونزو سره مخ شوى دى.

وسله والو تېره اوونۍ د جاني خېلو پر ولسوالۍ بريد وکړ، د سيمې اوسېدونکو او طالبانو د دې ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړى و، خو دولتي مسوولينو دغه ادعا رد کړې وه.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، ناروغان روغتون ته لاسرسی نه لري او خلک د خوراکي توکو له کمښت سره هم مخ دي.

د جاني خېلو اوسېدونکی عبدالله وايي، مېرمن يې ولادي ناروغه وه، خو د وسله والو طالبانو د بريدونو او جګړو له امله تر کلينيک تلل شوني نه دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن او سبا يې د حالت د ښه کېدو په تمه تېر شول، خو برعکس حالت له بد، بدتر شو او ناروغه مېرمن يې په ډېر سخت حالت کې په کور کې زېږون کړی، خو په خبره يې چې اوس هم د مور او ماشوم د نازک روغتيايي ډېر اندېښمن کړی دی.

نوموړى د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي او وايي: ((موږ يو مثال يو، په ټوله ولسوالۍ کې ډېر خلک ډېر سخت مشکلات لري، خلک د مرګ او ژوند ترمنځ په ډېر سخت حالت کې ژوند کوي؛ د خدای لپاره موږ مسلمانان يو، نور مو دې د جهاد او فساد په نوم نه وژني، لږ مو دې ارام ته پرېږدي، اخر څه وکړو؟))

د يادې سيمې يوه بل اوسېدونکي احسان الله وويل، وسله والو په لارو کې ماينونه خښ کړي، له دې امله خلک له لويې  ستونزې سره مخامخ دي او د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره چېرته تللی نه شي.

هغه اندېښنه ښيي، که جګړه نوره هم وغځېږي، نو خلک به د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي او له امنيتي ځواکونو د غوڅ اقدام غوښتنه کوي.

دی وايي: ((وسله والو لارې په ماينونو فرش کړې دي. خلک دوکان، بازار، پټي يا بل ځای ته نه شي تلی، هر ځای کې خطر دی؛ ژوند ډېر سخت شوی دی، ډېر طالبان راغلي، ځينې يې هېڅ په پښتو نه پوهيږي؛ غواړو چې دا حالت ختم شي.))

تر شاوخوا يوې اوونۍ جګړې وروسته هم د ولسوالۍ برخليک نه دی څرګند.

امنيتي مسوولين يې په بشپړ ډول د بېرته نيولو خبره کوي او وايي، لسګونه وسله والو طالبان يې وژلي او ټپيان کړي دي.

د پکـتيا امنيه قومانداني وايي، د وسله والو په ليکو کې ګڼ پاکستاني پوځيان او ملېشه هم جګړه کوي او په وژل شويو کې هم شاوخوا ۲۰ تنه پاکستانيان دي.

login or register a new account.