ژبه

اتمر: ترهګر افغانستان او عراق دواړه ته ګواښ دی

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٦): د ملي امنيت سلاکار د عراق له سفير سره د ليدنې پر مهال ويلي چې ترهګر د افغانستان او عراق ګډ دښمن دي.

پرون داعش وسله والو په کابل ښار کې د عراق پر سفارت ډله ييز بريد وکړ چې له امله يې د دغه سفارت دوه افغان کارکوونکي ووژل شول، خو د عراق سفير او نورو کارکوونکو ته یې زيان نه دی اوښتى.

د ملي امنيت شورا له دفتره د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار د عراق پر سفارت له ياد بريده وروسته د دغه هېواد له سفير فرزدق زهيرالغلاى سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، حنیف اتمر پر ياد بريد خواشيني وښوده او عراق يې د افغانانو دوست او ورور هېواد وباله.

نوموړي وویل چې ترهګري د ټول بشریت په ځانګړې توګه د افغانستان او عراق د خلکو ګډ دښمن دی او نه غواړي چې د دغو هېوادونو شریف خلک په ارامۍ او سوکالۍ کې ژوند وکړي.

هغه زياته کړه چې داعش ډلې د افغانستان په ننګرهار او د عراق په موصل کې سخت او مرګوني ګوزارونه ولیدل چې د سترو ماتو له امله يې د انتقام په موخه په کابل کې د عراق سفارت په نښه کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه لیدنه چې په کابل کې د مصر په سفارت کې ترسره شوه، د عراق سفیر فرزدق زهیرالغلای د ترهګرو په له منځه وړو کې د افغان ځواکونو چټک اقدامات او مېړانه وستایله.

نوموړي وویل چې افغان ځواکونو په لږ وخت کې ټولو عراقي ډیپلوماتانو او د سفارت کارکوونکو ته نجات ورکړ او ترهګر یې له منځه یووړل.

د ليدنې پر مهال دواړو لورو د تروریزم پر وړاندې پر مشترکې مبارزې ټینګار وکړ.

د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر پرون ماښام د کابل په ایمرجنسي روغتون کې د عراق سفارت  پر بريد کې د پولیسو له ټپي شووسرتېرو لیدنه وکړه.

سرچينې زياته کړې چې د ملي امنيت سلاکار د سرتېرو مېړانه او لوړ مورال وستايه.

هغه ويلي،  د ځانګړو ځواکونو قربانیو د نړۍ ټولو ملتونو ته دا په ډاګه کړه چې افغانان خپلو مېلمنو ته د قدر په سترګه ګوري او د حفاظت او خوندیتوب لپاره یې لوړو قربانیو ته تیار دي.

login or register a new account.