کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٦) په ميدان وردګو ولايت کې د جګړې له امله د کابل- کندهار لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار د سيداباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته پيل شوې ده.
هغه زياته کړه چې د دې نښتې له امله ياده لاره د هر ډول ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
منګل وايي چې په دې نښته کې تر اوسه دوه وسله وال طالبان وژل شوي او جګړه اوس هم (د غرمې يوولس نيمې بجې) روانه ده.
جمال احمد چې له کابله غزني ته روان و، پژواک اژانس ته وويل چې له ميدانښاره بېرته را وګرځېد.
نوموړى وويل چې په ميدان ښار کې سلګونه موټر ولاړ وو او امنيتي ځواکونو د جګړې له امله ورته د مخکې تګ اجازه نه ورکوله.
دا په د اسې حال کې ده چې د ځينو سرچينو له مخې، وسله والو طالبانو پرون د سپرليو لويو موټرو ته ګواښ کړى و چې تر بل امره پورې دې پر ياده لويه لاره تګ راتګ نه کوي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک اژانس ته وويل چې له نن سهار راهيسې د سپرليو لوى موټر د کابل – کندهار پر لويه لاره تګ راتګ نه دى کړى.
خو نوموړي زياته کړه چې واړه موټر يوازې د زابل او غزني ترمنځ تګ راتګ کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.