ژبه

ننګرهار کې د چورلکې د بېړ نۍ ناستې پر مهال دوه امريکايي سرتېري ټپيان شوي

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٦) : په افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو ويلي چې يوې چورلکې يې د تخنيکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې او دوه سرتېري يې په کې ټپيان شوي دي.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو وياند بېل سالوين د زمري په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې داپېښه نن سهار  د ننګرهار  د اچين ولسوالۍ نږدې سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، د عملياتو پر مهال د دوى يوې چورلکې د تخنيکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې چې پر ځمکه  د چورلکې د  لګېدو له امله  دوه سرتېري په کې  ټپيان شوي دي.

سرچينې ويلي، د امريکايي ځواکونو د ژغورنې ډلې ياد سرتېري خوندي ځاى ته بيولي او تر درملنې لاندې دي.

 خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې ياده چورلکه  د عملياتو پر مهال نسکوره شوې او په کې سپاره ټول امريکايي  سرتېري وژل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع