ژبه

د یوې ربوټ جوړوونکې نجلۍ پلار هم د هرات په پېښه کې وژل شوی

هرات (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): د ا فغانستان د رباتيک نجونو د يوې غړې فاطمې پلار د هرات ښار په جومات کې د ځانمرګي بريد په قربانيانو کې شامل دى.

دغه بريد چې وړمه شپه ماخوستن مهال  د هرات ښار  د جواديه پر جومات وشو، په ترڅ کې يې ٣٣ ملکي وګړي ووژل شول او تر ٦٠  زيات ټپيان شوي وو.

د افغانستان د رباتيک نجونو يوې غړې رودابه د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې پېښې په قربانيانو کې د دوى د يوې بلې غړې فاطمې پلار هم شامل دى.

هغې زياته کړې چې د فاطمې پلار کومه دنده نه لرله او نه يې هم له چا سره شخصي ستونزه درلوده، يو بې طرفه شخص و.

فاطمې هم ويلي چې پلار  يې د دې او د ټولو نجونو ډېر ملاتړ کاوو او ډېر خوشحاله و چې دوى په امريکا کې مډال ګټلى و.

د افغانستان د رباتيک نجونو ډلې څو ورځې مخکې د امريکا په نړيوالو سياليو کې برخه اخيستې وه او د سپينو زرو مډال يې اخیستی و.

login or register a new account.