کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): د افغانستان د جماعة الدعوة ګوند پر هغو سياسي ګوندونو او مشرانو سختې نيوکې وکړې چې هم امتيازات اخلي او هم د حکومت پر ضد څرګندونې کوي.
د دغه ګوند مرستيال حاجي روح الله وکيل د زمري په ١٢مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې مرکې پر مهال له دې ډول خلکو وغوښتل چې لومړى استعفا وکړي، بيا دې پر حکومت نيوکې کوي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د بلخ والي عطاء محمد نور، د اجرائيه رياست دويم مرستيال محمد محقق او د ولسمشر لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم او يو شمېر نورو کسانو دوه ورځې مخکې د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د يوې غونډې پر مهال پر حکومت سختې نيوکې وکړې.
حاجي روح الله وکيل وايي، څوک چې له حکومت څخه امتيازات اخلي او بيا د حکومت خلاف څرګندونې کوي، دا د وظيفوي اخلاقو خلاف کار دى.
هغه له دغو چارواکو وغوښتل چې لومړى له خپلو دندو استعفا وکړي، بيا دې پر حکومت نيوکې وکړي.
د جماعة الدعوه ګوند مرستيال وويل، که چېرې حکومت په ځينو کارونو کې ګرم وي او يا يې تېروتنې کړې وې ؛ نو همدغه چارواکي هم په دې کې ښکېل دي؛ ځکه چې دوى هم د حکومت برخه دي.
نوموړي له دغو حکومتي چارواکو وغوښتل چې په چارو کې د سمون لپاره بايد خپل رغنده پلانونه او طرحې وړاندې کړي، نه دا چې يواځې نيوکو ته کېني.
login or register a new account.