ژبه

زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر سره د اړیکو پر ښه والي خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ١٢ زمرى ٩٦): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او د ولسمشر ځانګړى استازى ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر سره د اړيکو پر ښه والي خبرې کړې دي.

زاخېلوال په ټولنيزه شبکه (ټويټر) کې ليکلي چې د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو او په  ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو پر اړيکو، د ترينګلتيا پر ختمولو او د ستونزو پر هواري خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو د ډيورنډ پولې د غاړو پر امنيت خبرې کړې دي.

د روان زېږديز کال د مې مياشتې په ١١مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي پلاوو تر ليدنې وروسته دا لومړى ليدنه وه چې په لوړه کچه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا سرپرست ځانګړى استازى نن اسلام اباد ته ځي او د افغانستان په اړه به له پاکستاني چارواکو سره وګوري.

login or register a new account.