کابل (پژواک، ١٤ زمرى ٩٦): د افغانستان د سېلاب قول اردو او د پاکستان د پېښور قول اردو قوماندانانو لیدنه کړې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو له دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سېلاب قول اردو د قوماندان ډګر جنرال محمد زمان وزيري په مشرۍ افغان پوځي پلاوي پرون پېښور ته سفر درلود.
سرچينې زياته کړې چې افغان پوځي پلاوي د پېښور قول اردو قوماندان ډګر جنرال نذير احمد بټ سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پر امنيتي موضوعاتو او د ډيورنډ پولې د امنيت د ښه مديريت په اړه مشورې وکړې.
د پاکستان پوځ ويلي، د دواړو لورو په ګډو هڅو او همکاريو سره په سيمه کې سوله او ثبات راتلى شي.
د يادونې ده، درې ورځې مخکې په اسلام اباد کې د افغانستان سفير ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره ليدلي وو.
login or register a new account.