ژبه

امریکا: د افغانستان پر وړاندې مو په ډيپلوماسۍ او ملاتړ کې توپير نه دی راغلى

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٦): د امريکا ځانګړې استازې وايي چې هېواد يې د اداري فساد په له منځه وړو، ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت له پاليسيو ملاتړ کوي.

د ملي امنيت شورا مطبوعاتي دفتر له خوا د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د امريکا سرپرسته ځانګړې استازې اليس وېلز کابل ته د سفر پر مهال د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره وليدل.

سرچينې زياته کړې، مېرمن وېلز د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان ځواکونو مبارزه او قربانۍ و ستايلې او د ملي يووالي حکومت له تګلارو او پروګرامونو څخه یې خپل ملاتړ په ډاګه کړ.

نوموړې  وويل، د امريکا متحده ايالاتونو د حکومت له بدلون سره د افغانستان پر وړاندې د امريکا په ډيپلوماسۍ او ملاتړ کې توپير نه دی راغلی.

د امريکا سرپرستې ځانګړې استازې په دې ليدنه کې  زياته کړې چې د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ نوی حکومت به د افغانستان له دولت او خلکو سره خپلو همکاریو ته دوام او پراختیا ورکړي

د هغې په وينا، هېواد يې د اداري فساد په له منځه وړو، ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو په برخه کې د افغان حکومت له پاليسيو ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلې، په دې ليدنه کې د امنيت، ښې حکومتولۍ، له ادارې فساد سره مبارزې، اقتصادي همکاریو، سولې او روغې جوړې پر بېلابېلو محتویاتو د بحث او مذاکراتو تر څنګ د امریکا متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ په اوږد او لنډ مهال کې د همکاریو او ملاتړ پر څرنګوالي خبرې وشوې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د امریکا له همکاریو د قدردانۍ تر څنګ وويل چې د امنیت د ښه والي،  سولې او اصلاحاتو په برخه کې افغان حکومت اراده او برنامې لري.

هغه زیاته کړه چې له ترهګرۍ سره د سیمې د هېوادونو مشترکه مبارزه مهمه ده او په دې برخه کې یې د امریکا متحده ایالاتو همکاري د پام وړ وبلله.

login or register a new account.