ژبه

د تدارکاتو کميسيون څلور قراردادونه منظور او يو رد کړ

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٦): د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کميسيون ناسته کې څلور قراردادونه منظور او د عامې روغتيا وزارت اړوند يو قرارداد رد شو.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ناسته پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

سرچينه کاږي، په دې غونډه کې ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲ ميلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۵ کيلومتره په اوږدوالي د دوشي-بامیان سړک د شپږمې برخې د جوړولو تر څنګ درې نور قراردونه منظور کړل. درې منظور شوي قراردادونه په لاندې ډول دي:

- د عامې روغتیا وزارت اړوند د طبي اکسیجن او د لوړو زده‎کړو وزارت اړوند د تحصیلي بنسټونو د اعاشوي او لابراتواري تجهیزات تدارک؛

- د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د لومړۍ برخې کار د پیل په  اړه د اوبو او انرژۍ ورازت او نړیوال بانک د پیشنهادي طرحې منظوري. د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په دې برخه کې د پروژې د چاپېریال ساتنې او اجتماعي مطالعاتو سروې اړوند مسایل به هم تطبیق شي.

- د کرنې د مارکېټ زېربنایي پروژې اړوند د پنځو عصري مسلخونو ودانیو زماني تعدیل او د جوړېدو طریقه یې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پیشنهاد کړې وه.

سرچينه زياتوي، په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند د بستر تجهیزاتو پیشنهادي قرارداد رد شو او لارښوونه وشوه چې نوې پروسه دې د مقیدي سیالۍ له لارې وړاندې شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، په دې غونډه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې او عدلیې وزیرانو، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولينو، د سیګار او غوڅ ملاتړ او د مشرانو جرګې د مالي ملي اقتصاد او بودجې کميسیون څارونکو هم ګډون کړی وو.

login or register a new account.

ورته موضوع