ژبه

اتمر  او مېک ماسټر  د افغانستان  د وروستيو امنيتي حالاتو  په اړه  خبرې وکړې

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٦) : د افغانستان او امريکا د ملي امنيت سلاکارانو پر وروستيو امنيتي حالاتو او اصلاحاتو خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادر شاه د زمري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېر ماښام د امريکا د ملي امنيت سلاکار جنرال مېک ماسټر د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، دواړو لوريو د افغانستان پر وروستيو امنيتي حالاتو په تفصيل سره خبرې وکړې .

د نوموړي په وينا، دواړه مشران په ملکي او نظامي کچه د امريکا او افغانستان د اړيکو پر پياوړي کولو او د افغانستان د اړتياوو په اړه  و غږېدل  او ويې ويل چې ژر  ورته رسېدنه وشي.

اتمر او مېک ماسټر د افغانستان په ملکي او نظامي سکتورونو کې پر اصلاحاتو ټينګار  وکړ او  هغه يې مهم وبلل.

هغوى وويل چې له دې اصلاحاتو سره به د فساد پر ضد مبارزه بريالۍ او ښه حکومتداري رامنځته شي.

قادرشاه وايي، په دې اړيکه کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په سياسي او امنيتي کچه پر  سيمه ييزو همکاريو هم خبرې وکړې او له امريکا يې وغوښتل چې د دغو همکاريو په زياتولو او پياوړي کولو کې خپل رول ولوبوي.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جنرال مېک ماسټر حنيف اتمر ته ډاډ ورکړ چې هېواد او خلک يې د افغانانو له برحقه مبارزې او د ترهګرۍ پر ضد يې د هڅو ملاتړ کوي.

که څه هم د افغانستان او امريکا د ملي امنيت دسلاکارانو ترمنځ د خبرو اترو نور جزئيات نه دي په ډاګه شوي، خو ويل کېږي چې د دوى د خبرو اترو ډېر تمرکز د امريکا پر ستراتيژۍ و.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان په اړه د امريکا د نوي حکومت ستراتيژي او تګلاره تېره مياشت اعلان شي، خو يوځل بيا وځنډېده.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په دې اړه خپلو ارزونو او سلا مشورو ته ادامه ورکوي او غواړي چې نه يواځې د افغانستان، بلکې د سيمې په کچه يوه بشپړه کړنلاره او ستراتيژي اعلان کړي.

دا په د اسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې مخکې د امريکا د استخباراتي ادارې ( سي اى ى ) مشر هم کابل ته د سفر پر مهال له افغان چارواکو سره پر يادې ستراتيژۍ خبرې کړې دي.  

login or register a new account.