کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٦): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په افغانستان کې د ناټو ماموريت ناکام وباله او ويې ويل چې ناټو هم د روسانو زوړ ماشين او زړه تګلاره تعقيبوي.
د حزب اسلامي له مطبوعاتي دفتر څخه د زمري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې نن د ختيځو ولايتونو شورا مشرتابه او غړو سره د ليدنې پر مهال کې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې د ختيځو ولايتونو شورا رئيس عبدالخالق حسيني پشه يي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او له دولت سره يې د حزب اسلامي د سولې معاهدې د بشپړ پلي کېدو غوښتنه وکړه.
نوموړي حکمتيار ته په خطاب کې ويلي: "له ناخوالو او جګړو څخه د وتلو لپاره ستاسو د اواز اوچتول مهم دي او تاسو بايد دا هېواد او خلک وژغورئ."
د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتيار د ختيځو ولايتونو شورا له غړو څخه وغوښتل چې د سولې د ټينګښت په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
نوموړي زياته کړه، که مشرقي ولايتونه متحد شي، نو د امن په راوستلو کې به يې ونډه ځلانده او اغېزمنه وي.
حکمتيار ويلي: ((موږ بايد د بحران د حل لپاره افغاني حل لاره ولټوو او له بهرنيانو د سولې د راوستلو تمه ونه لرو.))
د نوموړي په خبره، افغانان په خپله بايد د سولې د تامين لپاره ملا وتړي او قومونه بايد په دې برخه کې مهم رول ولوبوي او خپلې سيمې د سولې سيمې ونوموي.
د حزب اسلامي مشر په افغانستان کې د ناټو ماموريت ناکام وباله او زياته يې کړه چې ناټو هم د روسانو زوړ ماشين او زړه تګلاره تعقيبوي.
د هغه په وينا، روسان و نه توانېدل چې خپلو موخو ته ورسيږي او ناټو هم کومې مثبتې پايلې ته نه دی رسېدلی .
حکمتيار په هېواد کې وروستيو ايتلافونو او د دغو ايتلافونو د ځينو مشرانو ګواښونو ته په اشارې وويل، ځينې کسان اوس هم د جنګ شعارونه بدرګه کوي، په داسې حال کې چې ملت له جنګه ستړی دی او سوله غواړي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه: ((هيله مو دا ده چې دا ډول شعارونه چې له هغه نه د وينو بوی راځي، نور تکرار نه شي.))
login or register a new account.