ژبه

ولسمشر دهوايي دهليز سوداګرۍ د ستونزو هوارولو سپارښتنه وکړه

کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٦) : د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ نن غرمه د هوایي کوریډور د ازمایښتي پړاوپه اړه د بحث غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې، خبرپاڼه کې راغلي، په دغه غونډه کې چې د ولسمشر سلاکار اجمل احمدي، د سوداګرۍ وزارت معینې کامله صدیقي، د سوداګرۍ خونو مرستیال خانجان الکوزي، د ګمرکونو معین نجیب وردک، کپتان داود عمر، د صنعتکارانو د سراسري اتحادیې مرستیال عبدالرحیم فیضان، د ګمرکونو عمومي رئیس رشاد پوپل، د سوداګرۍ خونې د صادراتو د پراختیارئیس میرزمان پوپل او د مالیې وزارت د بودجې رئیس ضیاالرحمن حلیمي په کې ګډون درلود، په پیل کې د خصوصي سکتور استازو د هوایي کوریډور د ازمایښتي پړاو په اړه جمهور رئیس ته خپل راپور وړاندې کړ.

سرچينې زياته کړې، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي په لویه کې د هوایي دهلېز ازمایښتي پړاو بریالی وباله او وې ویل، د هوایي کوریډور کارونه په ښه توګه مخته ځي، خو ځینې مهال د الوتنو د مهالوېش بدلون او ځنډ په صادرېدونکو مېوواغېز کوي.

ولسمشر غني د دوی د راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د الوتنو د تنظیم په موخه دې د خصوصي سکتور اوکام ایر مسوولینو سره په همغږۍ د الوتنو مهالوېش جوړ کړي او همدارنګه دې خصوصي سکتور د هرې الوتنې لپاره له ۸۰-۱۰۰ ټنه پورې مېوه د صادرولو لپاره برابره کړي.

هغه د مالیې وزارت او ګمرکاتو مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، ، چې د هوایي کوریډور د چارو د لا ښه تنظیم په موخه دې د لازمې بودجې او اسانتیاو برابرولو په برخه کې همکاري او اقدام وکړي.

ولسمشر هغه ټینګار وکړ، د هوایي کوریډور د ازمایښتي پړاو ټولې ستونزې دې د اساسي حل په موخه تشخیص شي.

اشرف غني د خصوصي سکتور له استازو څخه وغوښتل چې د هوایي دهلېز له لارې له کابل او کندهار څخه پر وخت هند ته د مېوو لېږدولو په موخه دې د افغانستان د موسمي مېوو مهالوېش ترتیب کړي. .

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي دهليز سوداګري تېره مياشت پيل شوې ده، خو سوداګر شکايت کوي، چې د الوتنو د نشتوالي له امله يې تازه مېوې خوسا کېږي.

login or register a new account.